د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته ۶۴۰ جنګي وسایط وسپارل. د ملي دفاع وزارت وايي، په دغه وسایطو کې ۴۰۳ هاموې،۴۳ رنجرې، ۲۳ امبولانس، او ۱۷۰ موټرسایکلونه شامل دي، تمه ده چې ټولو سیمه ییزو قول اردوګانو ته واستول شي.